د سيمه ايزو قول اردوګانو ۱۵۲ تنه ځوان منسوبین د دافع هوا او زرهدار ټانګونو له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د سیمه‌ ايزو قول اردوګانو ۱۵۲ تنه منسوبین...

۱۴۰۴ لیندۍ ۱

د سيمه ايزو قول اردوګانو ۱۵۲ تنه ځوان منسوبین د دافع هوا او زرهدار ټانګونو له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د سیمه‌ ايزو قول اردوګانو ۱۵۲ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مسلکي ښوونځیو، د دافع هوا، زرهدار ټانګونو، د نښې ویشتنې (M24 Sniper)، بلواګري ضد او صحیه څانګو له درې میاشتنیو نظري او عملي زده کړو وروسته، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانی مسؤلینو په حضور کې فارغ شول.

مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: په خپلو مسلکي برخو کې په ترلاسه شویو زده کړو بسنه مه کوئ؛ د عصري ټکنالوژۍ، اسلحو او وسایلو کارول هم زده کړئ.

په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته بشپړ چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ