د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د تخنيک او اسلحې مدیریت لخوا د حمایوي او لوژیستیکي کنډک په ورکشاپونو کې...
۱۴۰۴ لړم ۲۸

د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د تخنيک او اسلحې مدیریت لخوا د حمایوي او لوژیستیکي کنډک په ورکشاپونو کې د اړوندو مسلکي منسوبینو له لوري ۱۱۲۷ عرادې بېلا بېل پوځي وسایط او ۱۲۵ميله مختلف ډوله وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
په دغو وسایطو کې ۱۰۴ عرداې زغره وال هاموي ټانګونه، ۱۱ عرادې ضربتي ټانګونه، ۱۱۴ عرادې اِنټرنېشنل، ۶۵۸ عرادې رنجر، ۲۲عرادہ فورکلفت، ۱۰ سيار رنجر ورکشاپ، ۱۱ رنجر امبولانس، ۱۴ هايلکس، ۵ کرين او نور مختلف نوع غير زرهی وسايط شامل دي.
د اسلحي په ورکشاپ کې ۲ SPG9، يو ميل توپ ۸۲، ۵ ميل روسي دهشکه، ۴ ميله زيو ام 23، M-203 دوه ميله، ۴۱ ميله کلاشنکوف، (M16) ۵۶ ميله، (M4) يو ميل، (M2) څلور ميله، پيکاه یو میل او نوري مختلفي وسلې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.