د ٢١٩ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

په بدخشان ولایت کې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقه له ښوونیز مرکز څخه د ا.ا.ا ۲۰۰ تنه پوځیان

۱۴۰۴ لړم ۱۷

د ٢١٩ عمر ثالث فرقې له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

په بدخشان ولایت کې د ۲۱۹ عمر ثالث فرقه له ښوونیز مرکز څخه د ا.ا.ا ۲۰۰ تنه پوځیان د درې میاشتنۍ ښوونیزې دورې تر بشپړولو وروسته د یو شمېر نظامي او ملکي مسؤلینو په حضور کې د خپلو زده کړو او نظامي مهارتونه تر نندارې وړاندې کولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

دغه مراسمو کې، د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس مولوي دادمحمد "محمدي" په خپلو خبرو کې د اُمراوو اطاعت واجب وباله او ویې ویل: اسلام او اسلامي امت هغه وخت ځواکمن شو چې مسلمانانو د خپلو مشرانو په اخلاص سره اطاعت کولو، او که نن هم دا ځانګړنه په ځان کې پيدا کړو، یو ځل بیا ځواکمن اسلامي نظام را ژوندی کولی شو.

همداراز، د تعلیمي مرکز قوماندان مولوي محمد علم "سعید" په خپله وینا کې فارغانو ته د خلکو صادقانه خدمت او اسلامي ارزښتونو ته ټينګ پاتې کېدو سپارښتنه وکړه او همدا شان زياته يي کړه، چي تاسو باید د نظامي مهارتونو ترڅنګ، دینی او اخلاقي ژمنتیا هم وساتئ، تر څو خپل وطن او خلکو ته لا ښه خدمت وکولی شئ.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ