د ستردرستیز په توپچي ریاست کې د ZU23 دومیله دافع هوا دستګاه له زده کړو څخه ۳۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز په توپچي ریاست کې د ( ZU23 ) دومیله دافع هوا دستګاه له مسلکي زده کړو...
۱۴۰۴ لړم ۱۷

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز په توپچي ریاست کې د ( ZU23 ) دومیله دافع هوا دستګاه له مسلکي زده کړو څخه د سیمیزو قطعاتو او سرحدي لواء ګانو ۳۰ تنه ځوان منسوبین د یاد وزارت د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې فارغ شول.
دغو مراسمو کې مسؤلینو هر اړ خیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: تاسو د اسلامي نظام مدافعین یاست او د دې خاورې ساتنه ستاسو اساسي دنده ده، د امراوو لخوا درسپارل شويو مسؤلیتونو ته متوجې شئ؛ اخلاص او تقوا خپل معیار وګرځوئ.
غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو او دعایه کلام سره پای ته ورسېده.