د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونيز مرکز څخه ٧٣٠ تنه منسوبین فارغ شول

د ملې دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو له ښوونيز مرکز څخه، ۷۳۰ تنه ځوان منسوبین...

۱۴۰۴ لړم ۱۷

د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونيز مرکز څخه ٧٣٠ تنه منسوبین فارغ شول

د ملې دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو له ښوونيز مرکز څخه، ۷۳۰ تنه ځوان منسوبین د درې مياشتنيو پوځي، مسلکي او عقيدتي زده کړو له ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دغه مراسمو کې د ستردرستيز مرستيال حاجي مالي خان"صدیق"، د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور"ابودجانه" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

حاجي مالي خان"صدیق" په خپلو خبرو کې فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: هغه څه مو چې دلته زده کړل په سنګرونو کې ترې سالمه ګټه پورته کړئ او له خپلو همسنګرانو سره خپلې تجربې شريکې کړئ.

همداراز یې په خپلو خبرو کې زياته کړه : دا ډير د خوشحالۍ ځای دی چې د هيواد په کچه او په خاصه توګه په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو اړوند ځواکونه په لوړ مورال، اسلامي او ملي روحيې سره د هیواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي او هېڅ پردي پاله مزدور ته د هیواد په داخلي چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

په پای کې فارغ شویو منسوبینو د مسؤلینو په حضور کې د جمع نظام، پوځي مهارتونو، ورزشي او تکتيکي حرکتونو نمايشات وړاندې کړل او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ