د ٢٠٩ الفتح قول اردو د روغتیایي او تخنیکي ټیمونو لخوا د شمال زون د زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرسته وشوه

د تېرې شپې زلزلې له امله د هیواد په شمال زون کې لویې لارې بندې او ګڼ شمېر هیوادوال مو شهیدان او ټپیان شول...

۱۴۰۴ لړم ۱۳

د ٢٠٩ الفتح قول اردو د روغتیایي او تخنیکي ټیمونو لخوا د شمال زون د زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرسته وشوه

د تېرې شپې زلزلې له امله د هیواد په شمال زون کې لویې لارې بندې او ګڼ شمېر هیوادوال مو شهیدان او ټپیان شول؛ چي د ٢٠٩الفتح قول اردو مسؤلینو لخوا هیوادوالو ته د بیړنیو مرستو په موخه، روغتیایي او انجنیري تخنیکي ټیمونه زیانمنو شویو سیمو ته واستول او د هیوادوالو سره یې بیړنۍ مرسته ترسره کړه.

همداراز د شمال زون د ساحوي سل بستریز روغتون روغتیایي ټیم د پېښې ځای ته په وخت سره ورسيدو او په سیمه کې د زلزلې له امله ٩ تنه شهيدان او ٢٣ تنه ټپیان يې د همدې قول اردو سل بستریز روغتون ته انتقال کړل.

دغه راز د تېرې شپې څخه تر اوسه د یاد روغتون بل روغتیایي ټیم چې د بلخ ولایت شولګر ولسوالۍ زیانمن شوې سیمې ته استول شوی وو، له سیمې ٣ تنه شهيدان او ١٢ تنه ټپيان د درملنې لپاره سل بستریز روغتون ته انتقال کړي.

د یادونې وړ ده چې همدا مهال هم په زیانمن شويو سيمو کې د يادې قول اردو سلګونه تنه ځانګړي کمانډو او دفاعي ځواکونه په تصفیوي او مرستندويه عملیاتو بوخت دي.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ