د ۲٠٣ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٤٠٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت اړوند ۲٠٣ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٤٠٠ تنه ځوان منسوبین...
۱۴۰۴ لړم ۱۲

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲٠٣ منصوري قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ٤٠٠ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتني پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغه مراسمو کې د یادې قول اردو قومندان مولوي عبدالقیوم "روحاني"، د ملي دفاع وزارت څخه راغلي پلاوی او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړئ وو؛ مسؤلینو فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: تاسو نن په عقیدوي او مسلکي ډول روزل شوي یاست، د خپل هیواد له سرحداتو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه به په پوره میړانه دفاع وکړئ.
په پای کې فارغانو د مسؤلینو په وړاندې خپل مهارتونه په لوړ مرال سره وښودل او مراسم د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.