د هیواد په شمال زون کې د زلزلې له امله زیانمنو هیوادوالو ته د ملي اسلامي اردو د ژغورنې ټیمونه ورسېدل

تېره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجه د هېواد شمال کې یو شمېر ولایتونه د زلزلې له امله ولړزېدل...

۱۴۰۴ لړم ۱۲

د هیواد په شمال  زون کې د زلزلې له امله زیانمنو هیوادوالو ته د ملي اسلامي اردو د ژغورنې ټیمونه ورسېدل

تېره شپه شاوخوا ۱:۰۰ بجه د هېواد شمال کې یو شمېر ولایتونه د زلزلې له امله ولړزېدل د راپورونو له مخې، د بلخ ولایت او سمنګان ولایت ځینې سیمې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې او یو شمېر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمې ته د ملي اسلامي اردو ۲۰۹ الفتح  اردو د ژغورنې او عاجلو مرستو ټیمونه سمدستي ډول رسېدلې او د خلکو د ژغورنې، ټپيانو د لېږد او د زیانمنو شوو کورنیو د مرستې چارې یې پیل کړې دي.

د ملي اسلامي اردو ځواکونه د هېواد د هر وګړي د خوندیتوب لپاره ژمن دي او د هر ډول طبیعي او قدرتي پېښو پر مهال د خلکو ترڅنګ ولاړ دي.

تر اوسه د تلفات شمېرې دقیق نه دی معلوم بشپړ جزیاتو لپاره له موږ سره اوسئ.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ