د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتني پوځي او عقیدوي زده کړو...
۱۴۰۴ لړم ۱۱

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین د درې میاشتني پوځي او عقیدوي زده کړو څخه وروسته د یادې قول اردو قومندان مولوي نصرالله "مطیع"، د ملي دفاع وزارت څخه تللي پلاوي او د قول اردو ګڼ شمېر نورو مسؤلینو په حضور کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: تاسو نن په عقیدوي او مسلکي ډول روزل شوي یاست؛ د خپل هیواد له سرحداتو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په پوره میړانه دفاع وکړئ او همدارنګه ژمنتیا، تقوا، نظم او اسلام ته په صادقانه توګه خدمت خپل مسیر وګرځوئ.
ورپسې فارغانو د مسؤلینو په وړاندې خپل زده کړي مهارتونه په لوړ مرال سره وښودل او مراسم د تصدیق پاڼو په ویشلو او دعایه کلام سره پای ته ورسېدل.