د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۵ عزم قول اردو د ښوراب له ښونیز مرکز د نهمي دورې څخه سلګونه تنه ځوان منسوبین...
۱۴۰۴ لړم ۱۱

د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۵ عزم قول اردو د ښوراب له ښونیز مرکز د نهمي دورې څخه سلګونه تنه ځوان منسوبین له درې مياشتنیو پوځي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته د یادې قول اردو قوماندان مولوي محمد ایوب "خالد" د ملي دفاع وزارت څخه راغلي پلاوي، د لواګانو مسؤلینو او ګڼ شمېر منسوبینو په حضور کې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان مولوي محمد ايوب "خالد"د خپلو خبرو پرمهال وويل: په هيواد کې تير شل کلن جهاد د اللّٰه تعالی په نصرت سره کامیاب شو، په دغه بهیر کې مجاهدینو زیاتې قربانۍ ورکړې شهادتونه، او زخمونه یې وګالل، او د افغانستان غيور او باشهامته ولس یې هم ترڅنګ ولاړ وو چې الله ج کامیاب کړل او اشغال ختم شو؛ همداراز يې د مجاهدینو په روزنه کې د یاد ښوونيز مرکز د استادانو هڅې هم وستايلې.
یادو فارغانو خپل تکتیکونه د مسؤلینو په وړاندې ترسره کړل او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.