د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو ښوونځي د کمپیوټر، ماسټر دریورۍ او پرتاب له درې میاشتنیو مسلکي او پوځي زده کړو څخه...
۱۴۰۴ لړم ۵

د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو ښوونځي د کمپیوټر، ماسټر دریورۍ او پرتاب له درې میاشتنیو مسلکي او پوځي زده کړو څخه، د ځانګړو ځواکونو فرقې د اړوند جزوتامونو ۱۰۸ تنه منسوبین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یاده مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتازاحمد "حقاني"، د عالي زده کړو ښوونځي قوماندان ملا نوراحمد "سیف الله آغا"، مسؤلینو او منسوبينو ګډون درلود.
ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد "حقاني"په خپلو خبرو کې نویو فارغ شویو منسوبینو ته وویل: تاسو د هېواد مسلکي او مجهز ځانګړي ځواکونه یاست، لکه څرنګه چې ستاسو نوم ځانګړی دی ستاسو دنده او مسؤلیت هم سخت او ځانګړی دی، بناً هر یو در سپارل شوی مسؤلیت ته متوجې شئ او خپلې دندې د مسلک په رڼا کې مخته یوسئ.
په پای کې فارغانو د اسلامي نظام د ساتنې او د هیواد د دفاع په پار بشپړ چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.