د وروستیو پیښو په تړاو د ملي دفاع وزارت غبرګون
۱۴۰۴ کب ۱۰

بسم الله الرحمن الرحیم
وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ.
د ملي دفاع وزارت هوايي ځواکونو نن غرمه شاخوا یولس بجې د پاکستان په اسلام اباد کې فیض آباد ښار ته نیږدې نظامي کمپ، نوښار کې د پوځ کینټ، جمرود پوځي کالوني، او ایبټ آباد کې هوايي بریدونه وکړل.
دغه هوايي عملیات په موفقانه توګه ترسره شول چې هلته یې د پاکستان فوج مهم نظامي ځایونه، مراکز او تأسیسات په نښه کړل.
یاد بریدونه د پاکستاني نظامي حلقې د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې ترسره شول چې تیره شپه یې په کابل، کندهار او پکتیا کې ترسره کړل.