د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۱۹ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ ییزو قول اردوګانو ۱۱۹ تنه منسوبین...

۱۴۰۴ مرغومی ۱

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه  ۱۱۹ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ ییزو قول اردوګانو ۱۱۹ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند مسلکي ښوونځیو د بېلابېلو څانګو لکه: سړک سروی او ډیزاین، انجینرۍ تسهیلاتو، پرمختللو شبکو له څلور میاشتنیو عملي او نظري زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مرستیال مولوي محمود "قانع" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود؛ مسؤلینو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: "د ملي اسلامي  اردو په لیکو کې د اخوت او ورورولۍ په فضا کې مسؤلیتونه ترسره کړئ، غرور او تعصب څخه ځانونه وساتئ، تقوا غوره کړئ، د مشرانو اطاعت وکړئ او په صداقت او ژمنتیا سره اسلامي نظام ته خدمت وکړئ."

په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لوري د بری‌ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ