حضرت ابوعبیده بن جراح رضي الله عنه ملي دفاع پوهنتون اړوند د ملي نظامي اکاډمۍ او حربي ښونځي بستونو آزموینې ته نوم لیکنه!

۱۴۰۴ وږی ۳۰

په شرایطو برابر ټول هغه اشخاص چې غواړي د حضرت ابوعبیده بن جراح رضي الله عنه ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت معاذ بن جبل رضي الله عنه ملي نظامي اکاډمۍ کادري او د حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه حربي ښونځي ښوونکو او اداري بستونو آزموینه کې ګډون وکړي، د مل لېنک له لارې دې په انلاین ډول نوم لیکنه وکړي.

*د ګمارنې عمومي شرایط:*
•  په خپله رشته کې لږ تر لږه د لېسانس سند درلودل.
•  په اړونده برخه کې لږ تر لږه درې (۳) کاله کاري تجربه.
•  په معیاري تدریس او د زده کوونکو د سالمې روزنې په برخه کې مهارت درلودل.
•  د  Ms. officeپروګرام او برښنایي مکتوبونو مهارت درلودل.
•  په دواړو (پښتو او دري) ملي ژبو د علمي تدریس وړتیا درلودل.
•  د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت ټولو قوانینو ته ژمن او پرځان یې تطبیق کړي.
•  عمر یې له ۲۵ کلونو تر ۴۵ کلونو پورې وي.
•  لږ تر لږه په یو بهرنۍ ژبه بلدتیا ولري.

*د هربست اړوند ځانګړي یا اختصاصي شرایط په مل لېنک کې شتون لري.*

*د اړینو اسنادو سافټ:*
الکترونیکي پېژندپاڼه، د نمرو ترانسکرپټ، فراغت دیپلوم او کاري تجربه

*نوم لیکنه یوازې په الکترونیکي تذکره ترسره کېږي!*

*د نوم لیکنې وروستۍ نېټه:*
سه شنبه ۱۴۰۴ تلې/ میزان اتمه ۸ نېټه

https://nexa.gov.af/ps/registration-form


Copyright © MCITTerm's of PrivacyFAQ