۱۴۰۴ لړم ۲۶
د پرسونل او تعلیماتو د معینیت د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون قوماندانۍ د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د ۱۴۰۵ هـ ش ښوونیز کال لپاره په لاندې شرایطو پوهنپالان مني:
ــ دواطلبان د پوهنې وزارت د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي(دولسمو) ټولګیو او د دیني مدرسو د دولسم ټولګیو معادل فارغان وي، چې د اړونده ښوونځي یا مدرسې تصدیق ولري او د درې کلنو نمرو سلنه یې له ۷۰٪ څخه ټيټه نه وي.
ــ د داوطلب عمر د (۱۸ او ۲۲) کلنو تر منځ وي.
ــ داوطلب د افغانستان تابعیت ولري.
ــ له بشپړې اروایي او جسمي روغتیا څخه برخمن واوسي.
ــ په نشه یي توکو روږدی نه وي او جرمي مخینه ونه لري.
ــ د اوږد مهال لپاره د افغانستان په اسلامي ملي اردو کې د افسر په توګه د چوپړ هوډ ولري.
ــ د پرسونل او تعلیماتو د معینیت د حضرت ابوعبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع د پوهنتون قوماندانۍ د حضرت سعد ابن ابي وقاص (رض) د حربي ښوونځي فارغان کولی شی چې د ټاکل شوې بیعې په بدل کې د ازموینې فورمې د حضرت ابوعبیده ابن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون له قوماندانۍ څخه ترلاسه کړي.
ــ په شرایظو برابر دواطلبان کولی شي، چې د روان کال د لړم(عقرب) د میاشتې له (۲۵ مې) نېټې څخه د لیندۍ(قوس) میاشتې تر (۳۰مې) نېټې پورې د مرکز او ولایتونو د جلب او جذب د کمېساریو له لارې په ازموینه کې د ګډون فورمې ترلاسه او له نوم لیکنې او د اړونده ولایتونو د پوهنې ریاستونو له تایئد څخه وروسته له څلورو قطعو عکسونو سره چې د شا ځمکه یې سپینه وي، د درې کلنو نمرو او د پېژندپاڼې رنګه کاپی سره د اړونده ولایتونو د جلب او جذب کمېساریو ته وسپاري.
ــ د درسونو په لړ کې د حضرت معاذ بن جبل (رض) په ملي نظامي اکاډمۍ کې اسانتیاوې:
ــ په ملي نظامي اکاډمۍ کې ښوونیزه او روزنیزه دوره څلور کاله ده، د ښوونیزې او روزنیزې دورې له بشپړولو وروسته د دوهم بریدمن په نظامي رتبه د لیسانس په کچه فارغیږي.
ــ د لوست په لړ کې پوهنپال ته د پوهنپالۍ مناسبه تنخوا، اعاشه، اباطه او روغتیایي څارنې په پام کې نیول شوې دي.
ــ د ملي نظامي اکاډمۍ پوهنپال ته ښوونیزه او روزنیزه دوره کې سربېره پر نظامي مسلکونو په لاندې اکاډمیکو څانګو کې هم زده کړې ورکول کیږي: لکه( سېول انجینري، حقوق، کمپیوټر ساینس، میخانیکه انجینري، اقتصاد، اداره او مشري، تاریخ او ستراتېژي، نړیوالې اړیکې، انګلیسي ژبه او فرهنګ).
د لازیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ او یا د ملي دفاع وزارت ویب سایټ ته مراجعه وکړئ.
ــ د اکاډمۍ د پذیزش مدیریت (۰۲۰۲۶۳۴۰۷۵)
ــ د اکاډمۍ د نوکریوالۍ امریت (۰۲۰۲۶۳۴۰۸۵)
ــ د ملي دفاع د پوهنتون د پذیرش امریت (۰۲۰۲۶۳۴۰۸۵)