۱۴۰۴ لیندۍ ۲۲
د حضرت معاذ بن جبل(رض) ملي نظامي اکاډمي، او د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) ملي دفاع پوهنتون په پام کې لري، چې ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د لاندې شرایطو سره سم په عالي او متوسط نظامي طب کې نوي محصلان جذب کړي.
شرایط:
د داوطلب د درې کلونو نومرو سلنه باید له (۷۰٪) څخه پورته وي.
د داوطلب عمر باید له ۱۸ کلونو تر ۲۲ کلونو پورې وي.
داوطلب باید د افغانستان تابعیت ولري.
د داوطلب سیرت او صورت باید په اسلامي شریعت برابر وي.
داوطلب باید بشپړه جسمی او رواني روغتیا ولري.
داوطلب باید پر مخدره موادو او مسکراتو معتاد نه وي او جرمي سابقه ونه لري.
داوطلب باید د افغانستان ملي اسلامي اردو کې د اوږدمهاله خدمت لپاره ژمنتیا ولري.
فورم ترلاسه کول:
په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي د نوملیکنې فورمونه په مرکز او ولایتونو کې د جلبوجذب قوماندانیو څخه ترلاسه کړي، او له بشپړولو وروسته یې د پوهنې وزارت له تایید، څلورو قطعه سپین بګراونډ عکسونو، پیژندپاڼې، د درې کلونو د نمرو رنګه کاپي او د ازموینې د حقالشمول (۴۰۰) افغانیو سره یوځای اړوندو کمیساریو ته وسپاري.
د فورم سپارلو وروستۍ نیټه:
۱۴۰۴ هـ ش / لیندی – قوس میاشتې ۳۰ مه
د لا نورو معلوماتو لپاره د ملي دفاع وزارت اړوند لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
• اکاډمي – د پذیرش مدیریت شمېره ۰۲۰۲۶۳۳۴۰۷۵
• د ملي دفاع پوهنتون د پذیرش آمریت شمېره ۰۲۰۲۶۳۴۰۸۵