۶۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۵۷ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۶۶ ترهګر وژل شوي او ۵۳ تنه ټپیان شوي دي.
دا عملیات د افغان هوايي ځواکونو لخوا د غزني، تخار، فراه، سرپل، ننګرهار، هرات، کندهار، پکتیکا، زابل، غور، بادغیس او فاریاب په ولایتونو کې د غوڅ ملاتړ په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
غزنی- خواجه عمریو، ګیلان، مقر او آب بند ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان، یو موټر او ۹ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
تخار– اشکمش ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
فراه- فراه رود او بالابلوک ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
سرپل- سانچارک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، یو موټر لاسته راغلی او ۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
ننگرهار- خوګياڼیو ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، ۲ پټنځایونه وران شوي او ۲۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
هلمند- مارجه ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن ۶ موضع وې او ۴ خندقونه وېجاړ شوي، ۱۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
هرات- شنډنډ ولسوالۍ کې د هوايي برید له امله ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان شوي دي.