۸۰ تنه ترهګر ووژل شول!
کابل- افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۱۰۱ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي دي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ننګه ۱۱۱ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۸۰ ترهګر وژل شوي ، ۴۷ تنه ټپیان او ۳ تنه نور نیول شوي دي.
دا عملیات د بلخ، جوزجان، ارزګان، تخار، بغلان، غور، زابل، بادغیس، لغمان، کندهار، کندز، پکتیا، ننګرهار، غزني، هرات فاریاب، سرپل او هلمند په ولایتونو کې د افغان هوايي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوايي مرسته تر سره شوي، چې په پایله کې:
بلخ- په بلخ او چهاربولک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ ترهګر وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
جوزجان- په قرقین ولسوالۍ د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲۰ ترهګر وژل شوي دي.
ارزگان- په دهراود او چوره ولسوالیو کې د ځوابیه ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
تخار- په نمک آب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ ترهګر وژل شوي دي.
بغلان - په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵ ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
غور- په تیوره ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او ۳ موټرسایکلونه لاسته راغلي دي.
زابل- په ارغنداب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي.
بادغیس- په بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ ترهګر وژل شوي دي.
لغمان- په علیشنګ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي دي.
کندهار- په نیش ولسوالۍ کې د توپچي په ډزو کې ۲ ترهګر وژل شوي دي.
کندز- په امام صاحب ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي دي.
پکتیا- په زرمت ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲ ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نیول شوي دي.