په فراه ولایت کې د طالبانو برید په شا و تمبول شو

zia_omid

کابل- افغانستان: تېره شپه طالب ترهګرو د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو دله ایز برید وکړ، چې د افغان اتلو ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول او له درنې مرګ ژوبلې څخه وروسته د سیمې پرېښودو ته اړ شول.
په دغه برید کې د دوه تنو قومندانانو مولوي ضیاالدین او مولوي سید احمد په ګډون ۲۰ تنه طالب ترهګر ووژل شول، ۱۸ تنه ټپیان او د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه یو وړل شول.
له بده مرغه په دغه نښتو کې د ملي اردو یو سرتېری شهید او ۵ تنه ټپیان شوي دي، ټپیان په بیړې سره د درملنې لپاره د ملي اردو ساحوي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.