۶۵ ترهګر ووژل شول!
کابل-افغانستان: د ترهګرو له خوا د رامنځ ته شوو ګواښونو د له منځه وړلو او په هیواد کې د سولې او امنیت د ټینګښت په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو افغان دفاعي او امنیتي خواکونو ۱۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼیز عملیات، ۷۷ځانګړې کوماندویي دندې تر سره کړي، هوايي ځواکونو د عملیاتو په ملاتړ ۱۹ هوایي بریدونه او ۱۳۶ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۶۵تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲۶ تنه ټپیان او ۷ تنه نور نیول شوي دي.
دا عملیات د افغان هوایي ځوکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د زابل،غزني، ارزګان، تخار، خوست، هلمند، بدخشان، کونړ، پکتیا هرات، بلخ او سرپل په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې د زابل ولایت د شینکی، شاه جوي، ارغنداب او مرکز اړوند سیمه کې ۲۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ تنه ټپیان، یو موټر او ۱۰ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د ارزګان ولایت د ګیزاب، خاص ارزګان، دهراوود او مرکز اړوند سیمه کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، ۷ تنه نیول شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته لاغلي او د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدا راز د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ د اکبر بای او ملا عزیز په سیمو کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه دیپو له منځه وړل شوې، د خوست ولایت د باک ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي، د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ کې ۲تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او د غرني –کابل لویي لارې په اوږدو کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲۹کړۍ ماینونه کشف اوشنډ شوي دي .
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.