د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۵۰ ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترهګرو د ځالو او د تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼیز عملیات، ۶۸ځانګړې کوماندویي دندې، او ۲۰ هوایي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، افغان هوايي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۶۹ الوتنې کړې، چې په پایله کې ۵۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۶ تنه ټپیان او ۵ تنه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
دغه عملیات د افغان هوایي ځوکونو او قاطع ماموریت په ملاتړ د ارزګان، هلمند، زابل، فاریاب، کندهار، پروان، فراه، غزني، کونړ هرات، بلخ ، سرپل، بدخشان او تخار په ولایتونو کې تر سره شوي، په پایله کې د ارزګان ولایت د دهراوود، چنارتو ولسوالیو او مرکز اړوند سیمه کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، د دښمن ۴ پټنځایونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د هلمند ولایت د واشیر، نوزاد، سنګین او کجکیو په ولسوالیو کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی او د زابل ولایت د میزان او ارغنداب ولسوالیو کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي .
همدا راز د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر نیول شوي، ۷ موټر سایکلونه لاسته راغلي او ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.