هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۷۶ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترهګرو د ځالو او د شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه ۷ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۷ ځانګړې کوماندويې دندې او ۱۰ هوایي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۹ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې ۷۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۵۰ تنه ټپیان او یو تن نیول شوي دي.
دا عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوایي ملاتړ، د تخار، ارزګان، کندز، هلمند،کندهار، سرپل، کاپیسا، غزني و پکتیکا په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان او مرکز اړوند سیمه کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۴ پټنځایونه، ۲ موټر سایکلونه، ۷ کړۍ ماینونه، او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، د کندز ولایت د قلعه ذال ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۸ تنه ټپيان او د هلمند ولایت د مارجې او نادعلي ولسوالیو کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدا راز، د کندهار ولایت د شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان، د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان پهه ګدون ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، یو تن نیول شوی، ۶۰ کیلو ګرامه تریاک او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو شیمر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي. دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي.
ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.