د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د ۶۳ ترهګرو وژل کېدل
کابل-افغانستان: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترهګرو د ځالو او د شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه ۹ ګډ پلان شوي تعروضي او چاڼيز عملیات، ۷۸ ځانګړې کوماندويې دندې او ۳۳ هوایي بریدونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر سره کړي، هوایي ځواکونو د ملي اردو په ملاتړ ۱۲۳ الوتنې تر سره کړې، چې په پایله کې۶۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه عملیات د افغان هوایي ځواکونو او قاطع ماموریت په هوایي ملاتړ، د پکتیا، سرپل، فاریاب، کندهار، هلمند، غزني، بلخ، لوګر، غور فراه او کاپیسا په ولایتونو کې تر سره شوي، چې په پایله کې د پکتیا ولایت په احمدآباد او آریوب ځاځيو په ولسوالیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی، د سرپل ولایت مرکز په قشقري او بغاوي کلیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۷ تنه ټپیان شوي ، د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د پښتونکوټ ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال مولوي حزب الله او د المار ولسوالۍ ته نومول شوی ولسوال مولوي عزت الله په ګډون ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.
همدارنګه، د هلمند ولایت په نادعلي او موسی کلا ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یوه موضع له منځه وړل شوې ، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ناکام سیمه کې ۴ تنه بهرني ترهګر وژل شوي، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي او د لوګر ولایت مرکز د منګوخېلو په سیمه کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.