د کوچني اختر لمونځ د ملي دفاع وزارت په قرار ګاه کې ترسره شو

د کوچني اختر لمونځ د ملي دفاع وزارت په قرار ګاه کې ترسره شو
د ملي دفاع وزارت په جامع جومات کې د ملي دفاع وزارت او لوي درستیز منسوبینو د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
د ملي اردو لوي درستیز ډګر جنرال بسم الله" وزیري " د لمانځه د ادا وروسته د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان متدین ولس او د ملي اردو زړورو افسرانو، بریدملانو او سرتیرو ته د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت مبارکي وویله او د سرلوړي افغانستان لپاره سراسري سوله او د افغان ولس لپاره د نیکمرغه ژوند غوښتنه وکړه.
لوي در ستيز په خپلو خبرو کې وويل: "تاسو یاست چې شپه او ورځ د هیوادوالو د هوساینې لپاره کوښښ کوئ تر څو هیواد وال مو په آرامه فضاء کې ژوند وکړي، هیله مند یم چې یوه ورځ به ستاسو د مسلکي کړنو له برکته ګران هیواد ته تلپاتي سوله را ځي".