د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د څلور میاشتني کورس څخه ٢٤ تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د ساحوي قطعاتو او جزوتامونو څخه ٢٤ تنه منسوبین د پرمختللې شبکې د څلور میاشتني کورس تر بشپړولو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست رئیس مولوي صلاح دین"خویدم" د یاد ریاست مرستیال ملا محب الله"محب" او ګڼ شمېر نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

مولوي صلاح الدین "خویدم" په خپلو خبرو کې فارغانو ته وویل: نظام ته وفادار پاتې شئ، ولس ته په خدمت، کار او مسؤلیت کې ريښتوني اوسئ؛ کوم څه مو چې زده کړي له هغو څخه باید په سمه توګه ګټه واخلئ. همداراز زياته يي کړه: موږ باور لرو چې زموږ ملي اسلامي اردو په قوي عقيدي سره سمبال ده چي د الهي نصرت او  قوي ارادې په لرلو سره به د خپل هېواد او نظام څخه په کلکه دفاع وکړي.

مراسم فارغانو ته د تصديق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.