د تعلیمات او پرسونل معينيت معين د ٢٠٩ الفتح قول اردو څخه لیدنه وکړه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د تعلیمات او پرسونل معينيت معین حافظ عبدالمجید چې د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي" او د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" یې ملتیا کوله شمال زون کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو له قوماندان ملا رحمت الله "محمد" سره وکتل.

یاد پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو پوځي ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د معسکر منسوبینو ته یې په خبرو کې وویل: اطاعت د نظام په ثبات او پیاوړتیا کې اړین دی، د خپلو مشرانو او مسؤلينو پوره اطاعت کوئ؛ همداراز منسوبینو ته یې د عقیدتي او مسلکي زده کړو د ارزښت په تړاو هر اړخیزې سپارښتنې هم وکړې.