د ۳۱۳ مرکزي قول اردو له ډله ایزو زده کړو څخه ۲۴۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تعليمي مرکز له څلورمې دوه نیم میاشتنۍ دورې څخه ۲۴۰ تنه ځوان منسوبین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول؛ په یادو مراسمو کې د قول اردو قوماندان الحاج ملا امیرخان "حقاني"، د یادې قول اردو درستیزوال ملا عبدالمنان "محمود"، د عبدالله بن مسعود جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شېراحمد "محمدي" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.
مسؤلینو په خپلو ویناوو کې وویل: ستاسې تمریني پړاو پای ته رسېدلی او اوس د واقعي خدمت وخت دی باید د تقوا، صداقت، احساس، مهارت او بیدارۍ له لارې خپل مسؤلیتونه په ښه شکل ترسره کړئ؛ ټولنه له تاسې تمه لري چې د دوی د امنیت سره سره به د هېواد له ټولو ارزښتونو څخه دفاع کوئ.
تازه فارغ شوو منسوبینو، مسؤلینو ته ډاډ ور کړ چې موږ تل د خپل سره په بیه د اسلام او وطن دفاع کړي او تل ورته آماده یو، پدې لاره کې د هیچا څخه ډار او ویره نه لرو؛ غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.