د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د دریمې لواء تخنيکي پرسونل له لوري ۲۱۳ عرادې وسایط ترمیم شول
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د دریمې لواء په ورکشاپ کې د تېرو لسو میاشتو په موده کې ۲۱۳ عرادې مختلف النوع وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په يادو ترميم شوو وسايطو کې ۱۴۲عرادې رنجر، ۲۳عرادې انټرنشنل، ۳۸ زغروال هاموي ټانګونه، ۴ عرادې هاموي امبولانسونه شامل دي؛ دغه اقدام د ملي اسلامي اردو په کچه د وسایطو د ساتنې، ظرفیت لوړولو او د موجوده امکاناتو د مؤثرې استفادې د دوامدارو پروګرامونو یوه برخه ده.