د ٢٠٩الفتح قول اردو په لومړۍ پلې لواء کې ۱۲۵ میله بېلابېل ډول وسلې ترمیم شوې

s.mohmand

په فاریاب ولایت کې د ٢٠٩ الفتح قول اردو اړوند لومړۍ پلي لواء د تخنیک آمریت له لوري د تېرو دوه میاشتو په موده کې ۱۲۵ میله بېلابېل ډول سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.

په دغو وسلو کې ۶ میله روسي دهشکې، ١٠ میله روسي پیکا، ١٦ میله کلاشینکوف، ٣میله مسلسل آر پیکا، ٢٣ میله ام ٢٤٠، ٨ میله ام ٢٩٤، ٤٥ میله ام ١٦، ٩میله ام ٢ دهشکې او ۵ ضربه دافع هوا شاملې دي.