د وسله وال پوځ لوی درستیز د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ د سېلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه
د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت"، د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امانالدین "منصور" او د بدخشان والي قاري محمد ایوب "خالد" په ملتیا د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ هغو سیمو ته سفر وکړ چې تازه سېلابونو ځپلي دي.
په دې لیدنه کې، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او ورسره مل پلاوي د سېلاب ځپلو خلکو سره ولیدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به په ټولو امکاناتو سره د خپلو خلکو ترڅنګ ودریږي، او د سړکونو، نهرونو د پاک کولو او بیړنیو مرستو په برخه کې به اړينې کړنې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د وروستیو سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ ګڼو کلیو ته درانه زیانونه اوښتي دي.