د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳۹ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۸۳۹ تنه ځوان منسوبین، له نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړو څخه وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو قوماندان مولوي نصرالله "مطیع" د هرات ولایت مرستیال والي، د هرات د نظامي محکمې رئیس او د لویدیځ زون یو شمېر نورو نظامي او ملکي مسؤلینو ګډون کړی وو.
په یادو مراسمو کې د فارغانو له لوري نظامي تمرینونه، تکتیکونه او بېلابیل ډول حرکات نندارې ته وړاندې شول، او مراسم د مسؤلینو له لوري د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.