د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۱۱۱ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو ١١١ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" ترڅنګ ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي نصیب الله "مدني" فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: « په مسلکي برخو کې د عصري تکنالوژۍ وسایلو کارول زده کړه وکړئ او خپل مهارتونه لا پسې پیاوړي کړئ؛ زموږ هدف دا دی چې یو قوي، منظم او د وخت مطابق مجهز نظامي ځواک ولرو چې د اسلامي نظام ساتنه وکړي».

مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.