د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۲۳۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۲۳۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ایز ملاتړ او عمومي خدمتونو ښوونځي له بېلابېلو مسلکي څانګو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په یادو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني"، د جګړه ایز ملاتړ ښوونځي قوماندان مولوي عبدالقادر "عبیده" د عمومي خدمتونو ښوونځي قوماندان مولوي هدایت الله "مزمل" او یو شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مولوي نصیب الله "مدني" یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: "پوځیان باید فکري او مسلکي زده کړو ته پاملرنه وکړي، ځکه یوازې ښه روزل شوي ځواکونه کولی شي د هر ډول شرایطو پر وړاندې مقابله وکړي او بریا خپله کړي."
په پای کې منسوبینو د مسؤلینو په حضور کې خپل نمایشي حرکات ترسره کړل او مسؤلینو ته یی ډاډ ورکړ چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو پرمت به د هیواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه کوي؛ مراسم یادو فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.