د ناټو د قوماندې پخوانی مرکز (NKC) کې د لوړ رتبه حکومتي چارواکو او مسؤلینو لخوا د لوی درستیز د روغتيايي چارو قوماندانۍ په چوکاټ کې روغتيايي مرکز پرانيستل شو
د ملي دفاع وزارت اړوند د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون ته څيرمه د ناټو مخکني د قوماندې مرکز (NKC) کې د غوږ، پوزې، ستوني ۵۰ بستره او تعویض د مفصلونو او لیزري عملیاتو د تداویو لپاره ۵۰ بستره روغتونونه نن د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني "برادر"، د ملي دفاع وزیر الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، او د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین"فطرت" له لوري رسماً پرانیستل شول.
د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندانۍ قوماندان ډاکټر محمد طاهر "احرار" راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نویو فعال شویو روغتونونو په اړه معلومات ورکړل او د متخصیصینو له لوري هم په بېلابیلو برخو کې مسؤلینو ته د روغتون اړوند کارونو او لاسته راوړنو په هکله هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
همدا راز د ملي دفاع وزیر الحاج مولوي محمد یعقوب"مجاهد" پخپلو خبرو کې وویل:« له ټولو متخصیصینو او ډاکټرانو څخه مننه کوم چې د خپلو هېوادوالو په خدمت کې دي، موږ پر تاسو ویاړو او ستاسو ملاتړ کوو او هغه ډاکترانو ته وایم چې په نورو هیوادونو کې کار کوي راشئ خپل هېواد ته او د خپلو خلکو خدمت وکړئ».
همدا راز الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" زياته کړه چې په دغه روغتون کې به د مازدیګر څلور بجې د شپې تر اتو بجو پورې (۴) ساعته په ځانګړي تخفیف سره د عامو هېوادوالو د ناروغانو لپاره هم د درملنې لپاره زمینه برابره شي؛ په پای کې د پیچلو عملیاتو متخصیصینو ته د ستاینلیکونو ترڅنګ هغوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.