د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۷۳ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ټيت رتبه بریدملانو، جګړه ایزو تامیناتو او جګړه ایز ملاتړ ښوونځيو له مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" او ګڼ شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو؛ مولوي نصیب الله"مدني" یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: "د مشرانو له اوامرو څخه اطاعت وکړئ، ځکه الله ج پرې مکلف کړي یو، په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه هم ترلاسه کړئ، همداراز په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نور منسوبین د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په پار وهڅوئ".
ياد مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېد.