د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرحدی فوق العاده زده کړو څخه ۵۳۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۵۳۵ تنه سرحدي ځواکونه  د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عسکرانو بنسټيزو زده کړو ښوونځی د سرحدي فوق العاده څلور میاشتنیو  مسلکي زده کړو له (۵) دورې څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. 

په دې مراسمو کې د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد "حمیدي"، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد"محمدي" ترڅنګ ګڼ شمېر مسؤلينو او منسوبینو ګډون درلود.

مولوي باز محمد "حمیدي" نوي فارغان خپلو راتلونکو مسؤلیتونو ته متوجه او زیاته يې کړه:«د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ د هیواد له سرحداتو څخه ساتنه وکړئ؛ تاسو مکلف یاست ځانونه د ظاهري اعداد ترڅنګ په باطني اعداد چې تقوا او پرهیزګاري ده سمبال کړئ».

هیره دې نه وې دغو ځواکونو ته د څلور میاشتنیو مسلکی زده کړو په بهیر کې د توپوګرافي، توپچي، ثقیله او خفیفه اسلحو کارول، سرحدی قوانين او يو شمیر نورو برخو کې د مسلکي استادانو له لوري نظری او عملي زده کړې ورکړل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې د فراغت له دې  مراسمو سره هم مهاله د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځی د عامه چارو ډيپارټمنټ څخه ٢٣ تنه د عامه چارو  آمرین هم فارغ شول.

په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.