د شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د څلورو ماشومانو د سوء شکل عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول
څلور ماشومان، چې له ولادي او کسبي معیوبیتونو او سوء شکل سره مخ وو، د C.O.F.O (زمونږ د راتلونکي ماشومانو موسسې) له لوري، چې جرمني هېواد ته له لیږل کېدو ورسته یې هم بشپړه درملنه نه وه شوې، هېواد ته له راستنېدو وروسته یادې موسسې د شهید سردار محمد داوود خان روغتون ته ور وپېژندل؛ چې د تېرو دوو اونیو په لړ کې يې د هډوکو پیوند (Bone Graft)، د هډوکو تثبیت (Fixation) او پلاستیکي جراحۍ عملیاتونه، د اورتوپیډي او ټراماتولوژۍ د جراحي متخصصینو او د یوه هندي متخصص په همکارۍ په بریالیتوب ترسره شول.
د یادولو ده؛ چې دغو ماشومانو د جراحي پیچلتیاوو ترڅنګ د سوء شکل پاتې شونې او د مفصلونو کاذبې ناروغۍ ستونزې لرلې، چې د ټولو څلورو ماشومانو د عملیاتو پایله ډېره قناعت بښونکې ده او په راتلونکي کې به خپل نورمال ژوند ته دوام ورکړي.