د میلان کنکورس (9M135) په نوم نوې رهبري شوی راکټ فعاله او ۱۳ تنه ځوانان یې له زده کړو فارغ شول
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز په توپچي ریاست کې د میلان کنکورس (9M135) په نوم نوې رهبري شوی راکټ فعاله او ۱۳ تنه ځوانان یې له یو میاشتني مسلکي او عملي زده کړو څخه فارغ شول.
دغه فراغت غونډه کې د توپچي ریاست رئیس مولوي محمد یعقوب "منصور اکه"، د جلب او جذب قوماندانۍ قوماندان، د یادې دستګاه استاد ملا صدیق الله "مستري" او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو او منسوبينو ګډون درلود.
د یادونې وړ ده چې دغه رهبري شوی راکټ د لومړي ځل لپاره په هېواد کې فعاله شوو چې زرهدار ټانګونه، جنګي کیشتۍ او ټیټ پرواز کوونکي هلیکوپتر په نښه کولای شي؛ همداراز فارغ شوو منسوبينو خپل تمثیل او نمایش هم په عالي مرال سره ترسره کړ.