مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې ۹ مه  نیټه

s.mohmand

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۱۲ ترهګرو  مرګ ژوبله

کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۷ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۴ ځانګړي کوماندویي دندې او ۳هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۲۱ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۶  تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او  ۶ تنه  نور  ټپیان  شوي دي.

دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کوڼړ، ننګرهار،  پکتیکا، غزني، بادغیس،  فراه ، بغلان او هلمند  په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې:

د فراه ولایت د پشت رود ولسوالۍ کې د ۲۰۷ نمبرظفر قول اردو  د ۲ پلې لوا د ملي اردو ځوانو د چانیزو عملیاتو پر مهال ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي .

د هوایي برید  په ترڅ کې چې د ډښمن د  پټنځای د له منځه وړلو په موخه  د غوڅ ملاتړ د هوایي ځواکونو له خواه د ملي اردو ځواکونو په ملاتړ  د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ کې تر سره شوی ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي .

د هلمند ولایت د موسی کلا په ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې چې د ملي اردو خواکونو د ملاتړ په موخه تر سره شوی یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.

زمونږ عملیات د کونړ، ننګرهار، غزني، لادغیس، فراه او بغلان په ولایتونو کې په ډیر بریالیتوب د پرمختګ په حال کې دي ، جې د دغو عملیاتو لاسته راوړنې  به د رسنیو له له لارې ګرانو هیواد والو سره   شریکې کړو .

په خواشینۍ سره  چې په دغو نښتو کې ۵ تنه د ملي اردو زړور سرتیري چې د هیواد  د دفاع او د اسلامي  او انساني ارزښتونو لپاره په ډیره میړانه د ژوند تر آخره سلګۍ پورې د دښمن پر وړاندې  یې مبارزه کړي،  شهیدان او یو شمیر ټپیان شوي دي. د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غواړي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.