د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ٧٧ تنه ځوان منسوبین فارغ شول 

s.mohmand

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند د جګړه ایزو تامیناتو ښوونځي له څلورو مسلکي څانګو څخه د سیمیزو قول اردوګانو، قطعاتو او  جزوتامونو ٧٧ تنه ځوان منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

 
مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: ترلاسه کړې مسلکي زده کړي مه هيروئ او هم يي په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته ور زده کړئ.
 
ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو او ایماني جذبې پر مټ به له اسلامي ارزښتونو او هیواد څخه ساتنه وکړئ؛ مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.