د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف رئيس له ۲۰۵ البدر قول اردو څخه لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف رئیس مولوي سیدآغا "ابو مقبول عاکف" ۲۰۵ البدر قول اردوڅخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې مولوي" ابومقبول عاکف" د یادې قول اردو د قطعې له منسؤبینو او مجاهدینو سره وکتل او د اسلامي عقیدې، افغاني کلتور، د بیت المال ساتنې او غوره اخلاقو په اړه ارزښتناک وینا وکړه؛ مولوي عاکف په خپلو خبرو کې وویل:« د بیتالمال ساتنه یو الهي امانت دی، ګورئ مجاهدینو چې د عامه شتمنیو په استعمال کې سپما وکړئ او له بېځایه مصرف او ناوړه ګټه اخیستنې څخه يې ډډه وکړئ».