د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف چارو رئیس د ۲۰۷ الفاروق قول اردو له درېیمې پلې لواء څخه لیدنه وکړه

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف چارو رئیس مولوي سیدآغا "ابومقبول عاکف" بادغیس ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو اړوند درېیمې پلې لواء قوماندان، د یاد ولایت له والي الحاج حفیظ جان "عمري" او یو شمېر نورو مسؤلینو سره په ياده لواء کې وکتل.

د عقیدتي، فرهنګي او امربالمعروف چارو رئیس پخپلو خبرو کې وویل: «د دښمن د تبليغاتو په وړاندې هوښیار و اوسئ او د دوی په نرمه لهجه خطاء نه وځئ، له ولس سره په نیکو اخلاقو چلند وکړئ او په چکپایټونو باندې له نرمۍ څخه کار واخلئ».

همدا راز د بادغیس ولایت والي پخپلو خبرو کې وویل: «په تېر شل کلن جهاد کې مجاهدین د اشغالګرو په وړاندې کلک ولاړ وو او اوس مهال هم د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کولو ته چمتو دي».