د تعليماتو او پرسونل معین د ۲۲۱ شهید آفتاب فرقې نظامي روزنتون څخه ليدنه وکړه 

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت د تعليماتو او پرسونل معین حافظ عبدالمجید د ۲۲۱ شهید آفتاب فرقې له نظامي روزنتون، د معسکر مجاهدينو او استادانو سره ولیدل. 

د تعليماتو او پرسونل معین حافظ عبدالمجید د یادې فرقې د رهبرۍ او د ښوونیز مرکز مسؤلينو هلې ځلې وستایلې؛ دوی ته یې لازمې لارښونې وکړې او زیاته یې کړه: « په هېواد کې اسلامي نظام د سختو قربانيو په ورکولو سره راغلی، په ساتنه کې باید موږ او تاسو هر ډول فداکارۍ ته تيار و اوسو، خپلو مسؤلیتونو ته متوجې شئ او درسپارل شوی مسؤلیت په اخلاص او صداقت سره ترسره کړئ».

په پای کې د تعليماتو او پرسونل معين د يادې فرقې مسؤلینو ستونزې او مشکلات واورېدل او د هغو د حل کولو لپاره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.