د ملي دفاع وزارت د قرارګاه کارکوونکو او منسوبینو لپاره اصلاحي او عقیدتی سیمینار وړاندې شو

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستر درستیز د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف چارو ریاست د خپلو فعالیتونو په دوام، نن ورځ د ملي دفاع وزارت د قرارګاه منسوبینو لپاره د اصلاحی او عقیدتي درسونو غونډه جوړه کړه.

غونډه د قرآن کریم د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف چارو رئیس، مولوي سیدآغا "ابومقبول عاکف" خبرې وکړې؛ د عقیدتي، فرهنګي او امر بالمعروف چارو رئیس، د اخلاقو ښه والي، د ماتحت کسانو سره مهرباني او د اطاعت کولو په اړه هر اړخيز بحث وکړ او په حاضرینو یې ټینګار وکړ: «ښه چلند، مهرباني او ترحم د وزارت له قرارګاه څخه بیرون هم ستاسو د مسؤلیتونو له جملې څخه دی، باید ځان د نبوي اخلاقو سره سم عیار کړئ او تاسو باید د ښو اخلاقو یوه ښه نمونه و اوسئ».