د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۲۱۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ اړوند د جګړه ایزو تامیناتو، جګړه ایز ملاتړ او جګړه ایزو ځواکونو له ښوونځيو د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۲۱۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو مخابرې، انجينری، ارسي سي او سيميلاتور کورسونو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله«مدني» او ګڼ شمېر مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
مولوي نصیب الله"مدني" فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ او د کلک عزم او قوي عقیدې پر مټ له هیواد او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه وکړئ.
په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو چمتوالی وښود.