د ملي دفاع وزارت لوړ پوړی هیئت د ۲۱۷ عمري قول اردو څخه لیدنه وکړه

web_admin

د ملي دفاع وزارت د اپراسیون رئیس مولوي نورالرحمن "نصرت" په مشرۍ هیئت د ۲۱۷ عمري قول اردو قومنداني، د دې قول اردو لومړۍ پلې لوا، تعلیمي مرکز، روغتون او ډیپوګانو څخه لیدنه وکړه، په دې لیدنه کې د قول اردو له مسؤلینو او منسوبینو سره خبرې اترې هم تر سره شوې.

محترم ملا عبدالکریم "نافذ"، د ۲۱۷ عمري قول اردو مرستیال، د هیئت د راتګ په ترڅ کې د قول اردو فعالیتونه او لاسته راوړنې وړاندې کړې.

د استول شوي هیئت د خبرو اترو وروسته، د ۲۱۷ عمري قول اردو منسوبینو د امنیت تامین، ترمیماتو او بیا جوړونې په اړه لاسته راوړنې او فعالیتونه وستایل.