د ۲۰۳ منصوري قول اردو د سرحدي لواء له لوري یو شمېر وسلې او مهمات ونیول شول.
د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند څلورمې سرحدي لواء د کشف او استخباراتو د مجاهدینو لخوا د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو اندازه وسلې او مهمات کشف او تر لاسه کړل.
په دغه وسلو او مهماتو کې ۲ میله کلاشنکوفونه، ۲ ضرب هاوانونه، ۲ میله هشتادو دو، یو میل دهشکه، ۷ بیم یک، یو میل تفنکچه، ۲ قابه دوربینونه شامل دي.
د یادونې وړ ده چې په نیول شویو مهماتو کې ۲ بکسې د دهشکې مرمۍ، ۳۵۷ فائره مختلف النوع مرمۍ، ۶۹ سر ګلولې او ځینې نور مهمات هم یادو ځواکونو لاس ته ورغلي.