د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۵ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو څخه ۷۵ تنه ځوان منسوبین د جګړه ایزو تامیناتو او جګړه ایز ملاتړ ښوونځیو له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله"مدني" او ګڼ شمیر نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړې وو.

مولوي نصیب الله"مدني" فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ د اِعداد، اطاعت او تقوا په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه: " په لنډ مهالو زده کړو بسنه مه کوئ؛ هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې نور مهارتونه هم زده کړئ او له وظیفوي غفلت څخه ځان وساتي.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.