د اسلامي امارت سرحدي مسؤلینو د ایران د اسلامي جمهوریت له مسؤلینو سره ناسته وکړه

web_admin

د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د لسمې سرحدي لواء قوماندان حاجي محمد رحیم "خادم" په مشرۍ یوه پلاوي، د نورو استازو او کمیسارانو سره یوځای د ایران اسلامي جمهوریت له سرحدي مسؤلینو سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې ناسته کې، د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ په موخه د سرحدونو ساتنه او له قاچاق څخه د مخنیوي موضوعات، همدارنګه د سرحدي نښو (خطونو) د رنګولو او ترمیم په اړه هم خبرې وشوې.

همدارنګه په راتلونکي کې د لا ښه همغږۍ په موخه دغو ناستو او لیدنو د دوام په هکله هم موافقه وشوه.