د ځانګړو ځواکونو فرقې په ورکشاپ کې ۱۱۴۵ عرادې پوځي وسایط ترمیم شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې په ګارنیزیون کې ۱۱۴۵ عرادې بېلابیل ډول پوځي وسایط چې د تېرو څو کلونو را په دې خواه د یادې فرقې په اړوند جزوتامونو کې ویجاړ پراته وو، د تخنیکي ټیم له لوري ترمیم او ګټې اخيستنې ته چمتو شول.

په دغو وسایطو کې زیات شمېر ضربتي ټانګونه، زرهي هاموې ټانګونه، رېنجر موټر، څلور ټایره موټر سایکلونه، واړه اوغټ امبولانسونه او انټرنېشنل موټر شامل وو.